خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له اوربند څخه د طالبانو وېره

عبدالکریم مرام

د افغان علماو له متفقې فتوا وروسته چې ولسمشر غني د کوچني اختر په ورځو او شپو کې اوربند اعلان کړ، نو وسله والو طالبانو هم درې ورځنی اوربند ومانه، دلیل یې دا وو چې دوی د افغان علماو د ارزښتناکې فتوا پر وړاندې بې ځوابه پاتې شول او په همدې خاطر یې اوربند ومانه.
دوی فکر کاوه چې په درې ورځني اوربند به خلک غلط کړي او داسې به وښیي چې دوی د جنګ پلویان نه دي او سولې ته تمایل لري، مګر دې کار د وسله والو طالبانو ملا ماته کړه. ځکه د اوربند په ورځو شپو کې چې د دوی جنګیالي ښارونو ته راغلل، نو هیڅ هغه شی یې ونه لیده چې د خپلو مشرانو، پاکستاني مقاماتو، استخباراتو او ملایانو له لوري ورته ویل شوي وو.
دوی ته داسې تبلیغ شوې او ښودل شوې وه چې افغانستان ګواکې اشغال شوی او خلک یې بې دینه شوي دي، په همدې خاطر یې پر وړاندې جهاد روا دی او په دې ډول د ساده زړو او بې خبرو ځوانانو څخه استفاده شوې وه او د جنګ لیکو ته ور جذب شوي وو، مګر کله چې دوی دا حقیقت درک کړ، چې دوی غلط شوي دي، نو د ولس پر وړاندې یې اقرار وکړ او دا یې ومنله چې دوی په ناسمه دي، مګر دغې ناسمې لارې ته به ځکه ادامه ورنه کړي چې دوی نه غواړي افغانان او مسلمانان وروڼه ووژني، په همدې خاطر ډېری طالب جنګیالي له اوربند وروسته بېرته خپلو لیکو ته ورنغلل او په خپلو کلیو او کورونو کې پاتې شول.
کله چې له اوربند وروسته د طالبانو مشرانو دا درک کړه چې اوربند د دوی په تاوان تمام شو، نو له هغه وروسته یې هیڅ وخت هم اوربند ونه مانه، حتی د سولې د مذاکراتو لپاره هم اوربند ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې که اوربند اعلان کړي، نو ټول جنګیالي به یې کورونو ته لاړ شي او دوی به په تش میدان پاتې وي، نو په همدې خاطر وسله وال طالبان له اوربند وېره لري، ځکه دوی نه کوم مشروعیت، نه کومه برنامه او نه هم کومه انګېزه لري چې خپل پلویان پرې راټول کړای شي.