خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغان مارکېټ موضوع یوه پلمه ده

اېمل پیاوړی
په دې وروسیتو کې په پېښور کې د افغان مارکېټ په سر لانجه راپورته شوې او پاکستاني پولیسو د دغې لانجې په پایله کې پاکستاني پولیسو له یاد مارکېټ څخه د افغانستان بیرغ او لوحه راښکته کړې او یاد مارکېټ یې یو پاکستاني تبعه ته سپارلی دی. که څه هم  افغان حکومت د دغې موضوع د حل لپاره ډيپلوماتیکې هڅې پیل کړې وې، خو د پاکستاني پولیسو دغه چلند افغان دولت او عام افغانان غوسه کړي دي او په همدې غبرګون افغان دولت په وروستیو ورځو کې په پېښور کې خپله قونسلګري تړلې ده.
پاکستان غواړي چې د افغان دولت پر وړاندې له هرې داسې وسیلې او فشار څخه کار واخلي چې پر وړاندې یې هم د عامو افغانانو احساسات او غبرګون راوپاروي او هم حکومت تر فشار لاندې ونیسي، مګر اوس افغانان هم هوښیار دي او هم بیدار دي او په دې خاطر به هیڅ وخت د خپل حکومت پر وړاندې ونه درېږي، مګر دا به یې همېشنۍ غوښتنه وي چې د پاکستان پر وړاندې د ملي ګټو ساتنه وکړي او په دې برخه کې هر افغان د خپل سر په قربانۍ او قېمت چمتو دی.
په دې کې شک نشته چې د افغان مارکېټ د ړنګولو او له دغه مارکېټه د افغانستان د بیرغ د راکښته کولو په تړاو د پاکستان د حکومت اقدام قانوني نه‌دی او نه هم په دغه ډول د افغانستان جایداد خپلولی شي. پاکستان چې په دې وروستیو کې تر سخت فشار لاندې دی او غواړي چې د دغه فشار د کمولو لپاره بېلابېلې وسیلې تجربه کړي او یا په لوی لاس له افغان دولت سره ځان په جنجال کې ښکېل کړي، په همدې خاطر کله په کنړ توغندي ولي، کله هم اغزن سیم موضوع راپورته کړيو کله د ویزو په وېش کې ګډوډي او جنجال پېښ کړي، لنډه دا چې پاکستان د جنجال لپاره پلمې لټوي، مګر افغان دولت له هوښیارۍ کار اخلي او نه غواړي چې په دې حساس وخت کې له پاکستان سره په جنجال کې کېوځي.
پاکستان به لا د خپل فشار د کمولو لپاره نورې ډېرې پلمې هم ولټوي، خو یوه به یې هم نتیجه ورنه کړي، ځکه اوس هغه وخت تېر دی چې افغانانو به په جګړه کې ګټله، خو په سیاست کې به یې بایلله، ولسمشر غني اوس په سیاست کې هم د ګټې محاسبه لري او په دې محاسبه کې به بریالی راوځي.