د بندیانو تبادله
واحد فقیري
جمهورریس اشرف غني نن وویل چي د طالبانو درې تنه بندیان به د یوه امریکايي او یوه استرالیايي په بدل کي آزاد سي. غني وویل دا کار د دې لپاره کوي چي د طالبانو او حکومت تر مینځ د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
درې واړه طالب بندیان، انس حقاني، حاجي مالي خان، او عبدالرشید، په ۲۰۱۴ کي نیول سوي ول.
البته، څرګنده خبره ده چي د بندیانو آزادېدل د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د خبرو د بیا شروع کېدو لپاره یو مهم ګام دی. جمهورریس ټرمپ څو ځله په خپلو څرګندونو کي د بندیانو آزادېدو ته اشاره کړې ده. او اوس به هرومرو د هغوی آزادېدل د خپلي فعالي دپلوماسۍ یوه ستره لاسته راوړنه اعلام کړي!
کله چي عمران خان د جولای په میاشت کي په واشنګټن کي وو، هغه وویل چي د دې دوو پروفسورانو د آزادېدو لپاره به خپل ټول کوښښ وکړي.
البته، انسانیت او اخلاقي اصول دا امر کوي چي بې ګناه بندیان باید آزاد سي، نو لهذا زه خپله د ټولو بندیانو آزادېدل د سولي او ثبات په لاره کي یو اساسي ګام ګڼم، او امید دی چي یوه ورځ د بګرام، پلچرخي، او په افغانستان کي د اشغالګرو امریکایانو ټول غیر انساني او وحشیانه زندانونه مات سي.
ګرده افغانان دېته انتظار باسي چي کله به د قطر خبري بیا شروع سي. له حالاتو داسي ښکاري چي دا کار به ډېر ژر وسي. ځکه ټرمپ پښېمانه سوی دی.
اوس نو، د افغانانو لپاره پکار ده چي ساکت، چوپ، او بې تفاوته پاته نه سي، او پدې حساس وخت کي د امریکايي استعمار څخه د افغانستان د استقلال او آزادۍ لپاره ډلییز کار او مبارزې ته مخه کړي. ځکه داسي ښکاري چي د امریکا اوږد او تور اشغال ختمېږي، او استعمارګران په تېښته کي دی.