د بولیویا نوې موقتي جمهورریسه: دیموکراسي به بېرته اعاده کړم
له هغه راوروسته چي د بولیویا پخواني جمهورریس، مورالیس، له خپل مقامه استعفا وکړه، او په مکیسکو کي مهاجر سو. د بولیویا پارلمان، اغلې انیز چاویز، د موقتي جمهورریسي په توګه انتخاب کړه.
اغلې انیز چاویز د فوج، ستري محکمې، او نورو دولتي ادارو حمایت تر لاسه کړیدی، او د نویو انتخاباتو لپاره چمتوالی نیسي. نوي انتخابات به ۹۰ ورځي وروسته وسي.
په جنوبي امریکا کي، بولیویا تر ټولو غریب ملک دی. د نفوس قریب ۶۵ ٪ خلګ يې د امریکا بومي سره پوستان دي. او ښاغلی مورالیس د بولیویا لومړی سور پوستی جمهورریس وو. مورالیس ادعا کوي چي «امپریالیزم» ځکه پسي واخیست چي یو خو بومي سور پوستی وو، او بل د امپریالیزم مخالف وو.
مورالیس هله خپل مشروعیت له لاسه ورکړ چي په تېرو انتخاباتو کي د هغه په ګټه پراخ تقلب او ټګي برګي راڅرګنده سوه.
واحد فقیري