یکانومیسټ: امریکا او طالبان بیا خبري سره کوي
د یکانومیسټ مجله پخپلي تازه ګڼه کي لیکي نه د افغان د سولي د خبرو تحریمول د هیچا په ګټه دي، او نه هم له افغانستانه په خپل سر راوتل د امریکا په ګټه دي. مجله لیکي د بندیان تبادله دا ښيي چي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ خبري بېرته شروع کېږي.
یکانومیسټ لیکي امریکا د طالبانو سره پرته له خبرو بل بدیل او آپشن نه لري. که چیري امریکا پرته له موافقې له افغانستانه راووځي، دا به د امریکا مطلقه ناکامي وي. ځکه جنګ به لا تشدید سي، او د هند او پاکستان تر مینځ به نیابتي جنګ زور واخلي.
بلخوا، طالبان هم پرته له خبرو بله چاره نه لري. ځکه هغوی پوهېږي چي په جنګ یې نه سي ګتلای.
همدې لړ کي، د افغانستان د انتخاباتو نتایج لادرکه دي، او ښايي دوهم ځلي انتخابات پسرلي ته پاته سي. دا ځنډ ښايي د سولي سره کومک وکړي.
یکانومیسټ لیکي خو اصلي خبره دا ده چي د ټرمپ هیڅ وعده د اعتماد وړ نه ده. له سوریې څخه د امریکايي عسکرو یو دم راایستل دا وښوده چي ښايي هغه په افغاستان کي همدا کار وکړي — البته عواقب به یې فاجعه وزېږوي. دا واقعیت دا ښيي چي افغان حکومت باید هڅه وکړي چي د طالبانو سره یوې معاملې ته ژر تر ژره ورسېږي.
واحد فقیري