خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د جنرال پټریس د چرندییاتو جواب

واحد فقیري

جنرال ډېویډ پټریس د واشنګټن د پل سوخته لاندي د امریکا د تروریزم پر ضد د جنګ له مشهورو نشه یانو او شوقیانو څخه دی. پټریس د امریکا د هغو ناکامو جنګره جنرالانو له جملې څخه دی چي هم په افغانستان او هم عراق کي مطلق مات سو. خو له بده مرغه، پټریس لدې ماتو څخه د عبرت درس نه دی اخیستی، ځکه جنګ، تخریب، او قتل و قتال د پټریس په خټه او فطرت کي اخښل سویدي. او اوس د دایمي جنګونو خمار او ګرګي دی.

پټریس د نومبر پر ۱۴ د امریکا په معتبر اخبار واشنګټن پوسټ کي یوه مقاله خپره کړېده. هغه پدې مقالې کي جمهورریس ټرمپ ته سپارښت کوي چي د طالبانو سره د سولي موافقه و نه کړي. هغه لیکي،«دوې میاشتي مخکي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د سولي خبري ختمي اعلام کړې، خو اوس بیا د افغان یاغیانو سره خبري او دپلوماسي راژوندۍ کېږي.» پټریس لیکي طالبان پدې باور دي چي د موافقې مخکنی متن ګردو سوالونو ته جواب ورکوي، او یوازي لاسلیک ته ضرورت لري.

پټریس بل ځای لیکي د طالبانو سره مخکنۍ موافقه نیمګړې وه، او طالبان باید د القاعدې په شمول د نورو ګردو ترورسټي ډلو سره خپل علایق قطع کړي. بل دا چي طالبان له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو وتل غواړي، او دا «باید ورسره و نه منل سي، ځکه د طالبانو پر وعدو باندي اعتماد باید نه و نسي.»

داسي ښکاري چي د ابدي جنګونو شوق او نشې د پټریس یادداشت هم ور خراب کړیدی. ځکه حقیقت دا دی چي اوس اکثره جهانیان د امریکا پر وعدو باندي باور نه کوي، او امریکایان وعده خلافه ګڼي. ټرمپ په وعده خلافي کي جهاني ریکاډ ټینګ کړیدی.

پټریس بل ځای لیکي چي طالبان د امریکايي عسکرو پر وتلو باندي ځکه ټینګار کوي، ځکه هغوی پوهېږي چي د کابل حکومت به ډیر ژر رانسکوره کړي. پټریس ته باید وویل سي چي د کابل رژیم د امریکا غلام دی، او په تاریخ کي غلامان تل تباه وي.

د امریکا د مشهور پوهنتون، بروان نیونورسټي، تازه رپوټ وايي امریکايي مشرانو د تروریزم پر ضد په اصطلاح جنګ پخپل شوق او خوښه شروع کړی دی، نو لهذا مطلق مسولیت هم د همدې جګړمارو امریکايي مشرانو پر غاړه دی. او پدې جنګ کي درې میلونه انسانان وژل سوي دي.

د امریکا په همدې جګړمارو ګرګیانو کي یو مهم کس بګېل جنرال دېویډ پټریس دی.