خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د اقتصادي بحران او حکومتي فساد پر ضد د لبنانیانو ولسي اعتراضونه دوام لري

 

یوه میاشت کېږي چي لبنانیانو د خپل فاسد حکومت پر ضد مدني مظاهرو ته مخه کړېده. که څه هم د لبنانیانو د ولسي اعتراضونه له برکته صدراعظم سعد حریري استعفا وکړه، خو لبنانیان وايي چي ګرده نظام فاسد او رشوتخوره دی، او باید بنیادي بدل سي. رپوټونه وايي چي د سعد حریري پر ځای د مالیې پخوانی وزیر ۷۵ کلن، محمد صدفي، نومول سویدی.

دمګړی، د لبنان حکومت د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. بانکونه تړل سويدي، او خلګو ته د هغوی ذخیره ډالره نه ورکوي. پدې دوو میاشتو کي، لبنانیانو له بانکونو څخه قریب پنځه میلیارډه ډالره ایستلي دي.

د لبنانیانو اعتراضونه یوه میاشت مخکي هله شروع سوې چي حکومت د واټس آپ پر کارولو باندي مالیات جګ کړل.

د لبنان د چارو ماهران وايي که چیري نوی حکومت د مظاهرچیانو مطالبې برآورده نه کړي، سمدستي به د مشروعیت له بحران سره مخامخ سي.

واحد فقیري