عراقيان: زموږ حوصله نوره ختمه سوېده
د عراقیانو د اعتراض پنځمه هفته پوره سوه
هره ورځ، د عراق په ګوټ ګوټ کي څه د پاسه دوه لکه خلګ د حکومت پر ضد مظاهرې کوي. د عراق امنیتي قواوو تر اوسه پوري لږ تر لږه ۳۲۰ اعتراض کونکي قتل کړيدي، او تقریبا ۱۵۰۰۰ یې زخمي کړيدي.
عراقیان د حاکمانو فساد، کمزوري اقتصاد، بېکاري، او د ایران نفوذ قهرولي دي. اکثره عتراض کونکي کارګران او غریب شیعه ګان دي. د بغداد مظاهرچیان اکثره هغه خلګ دي چي له کلیوالي سمیو څخه بغداد ته راکډه سويدي. او زیاتره یې د صدر په ښار کي اوسېږي. د صدر ښار د بغداد ارزان قیمته سیمه ده.
د صدر د ښار اکثره اوسېدونکي د د عراق د مبارز روحاني، مقتدا الصدر، پلویان دي. صدام حسین د مقتدا الصدر پلار او وروڼه وژلي ول. مقتدا الصدر د امریکا د اشغال له سر سختو مخالفانو څخه وو، او د هغه پلویانو مدام پر امریکايي عسکرو باندي مرګانۍ حملې کولې.
د عراق غریبه طبقه وايي چي ژوند يې ورځ په ورځ بدتره کېږي، اقتصاد خرابېږي، او د بغداد حکومت په سرعت سره فاسد او بېکاره کېږي.
هغوی وايي،«دا د غریبانو او ناامیدو خلګو انقلاب دی.»
واحد فقیري