خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

لبناني مظاهرچیانو پر پارلمان باندي حمله کړېده

 

پرون، په زرهاوو لبناني اعتراض کونکو پر پارلمان باندي برید وکړ. پارلمان غوښتل چي د خپلو غړو او نورو عالي رتبه مامورنیو لپاره د اداري فساد په مقابل کي قانوني مصونیت او معافیت تصویب کړي.

۳۵ ورځي کېږي چي په لبنان کي د حکومت د فساد،‌رشوت، او خویشخورۍ پر ضد عامي مظاهرې رواني دي.

د لبنان د پارلمان مخته د اعتراض کونکو او پولیس تر مینځ اخ و ډب روان وو، او پولیسو مظاهرچیان په ډانګو وهل.

که څه هم د لبنان صدراعظم استعفا وکړه،‌ خو مظاهرچیان د پاک او تنکوکرات حکومت مطالبه کوي. هغوی وايي پخواني سیاستوال رشوتخور او فاسد دي، او اکثره د حاکمي طبقې هغه کسان دي چي د اداري اصلاحاتو سره علاقه نه لري، او په موجوده فاسد نظام کي شتمن سويدي.

د لبنان اعتراضونه مدني او سوله ایز دي.

واحد فقیري