د امریکا د دفاع وزارت د هغو دوو امریکايي عسکرو هویت خپور کړ چي د لوګر په ولایت کي يې هیکوپتر سقوط کړی وو
د امریکا د دفاع وزارت د هغو دوو امریکايي عسکرو هویت خپور کړ چي د لوګر په ولایت کي يې هیکوپتر سقوط کړی وو.
۲۵ کلن فوچيګامي د هاوايي ایالت وو. فوچیګامي اته میاشتي مخکي واده کړی وو. او ۳۳ کلن کنېډل د ټکساس ایالت وو. کنېډل هم متاهل وو، او دوه ماشومان لري.
طالبان وايي چي هغوی دا امریکايي هیلکوپټر ویشتلې ده.
تر اوسه پوري پدې کال (۲۰۱۹) کي، ۱۹ تنه امریکايي عسکر په افغانستان کي وژل سويدي. د ۲۰۱۴ راهیسي، سږ کال د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو مرګانی کال دی.
واحد فقیري