خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ایرانیانو د مظاهرو تداوم

 

که څه هم د ایران حاکمان وايي چي د ایرانیانو روان اعتراضونه ختم سويدي، خو د ایران په سترو ښارونو کي عیني حالات بل څه وايي. د ایران روغتونو ته دونه زیات ټپیان انتقال سويدی چي د روغتیا وزارت غیري ضروري جراحي کېنسل کړيدي، تر څو د عاجلو زخمیان معالجه وسي.

د ایران د محصلینو اتحادیه وايي چي پولیس او بسیجي ملیشاووي د تهران پوهنتون کمپس ته ننوتلي دي، او ۵۰ تنه محصلین يې توقیف کړيدي.

بلخوا، ایراني لیکوالانو او منورینو پر حکومت باندي سخت انتقادونه شروع کړيدي، او د انټرنیټ بندول يې غندلي دي. د انټریت د بندیز سره سره، ایراني مظاهرچیان پدې توانېدلي دي چي د خپلو اعتراضونو ویډیوګاني د جهانیانو سره شېر کړي.

د ایران حاکمان د ایرانیانو روان ولسي اعتراضونه د خارجیانو دسیسه بولي.!

واحد فقیري