ټرمپ په افغانستان کي وژل سویو امریکايي عسکرو ته د احترام په ترڅ کي
جمهورریس ټرمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن پرون د هغو دوو امریکايي عسکرو جنازې ته د احترام کولو په خاطر ورغلی ول چي په افغانستان کي وژل سوي ول. ټرمپ د دې دوو عسکرو خپلوانو ته تسلیت ووایه، او د هغوی سره يې خپله غمشریکي اعلام کړه.
کله چي د دې دوو امریکايي عسکرو جنازه تېرېدله، ټرمپ عسکري سلام ورته وکړ. پدې وروستیو وختونو، ټرمپ په افغانستان کي دامریکايي عسکرو د تلفاتو په اړه زیات ږغېږي، او مدام د امریکا د نظامي مداخلو سره خپل مخالفت اعلاموي.
پدې مراسمو کي د ټرمپ زیاتېدونکی ګډون داښيي چي (الف) ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره د امریکایانو ذهنیت سازي کوي، او د افغانستان بې انجامه جنګ ته د عامو امریکایانو توجه لا زیاتوي. (ب) هغه غواړي چي د تلفاتو پدې مراسمو کي ګډون کول د خپل انتخاباتي کمپېن یوه برخه وګرځوي. او (ت) هغه هڅه کوي چي په کانګرس کي د استیضاح له روان جنجال څخه د خلګو توجه بل طرف ته واړوي.
واحد فقیري