خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ایران د طالبانو کوربه دی

 

د ایران دولتي ټیلویزیون وايي چي د طالبانو یو عالي رتبه هیات تهران ته رسېدلی دی، او هلته يې د ایراني چارواکو سره د افغانستان د ۱۸ کلن جنګ د ختمولو په اړه خبري کړيدي.

ملا عبدالغني برادر د ایران د خارجه وزیر، جواد ظریف، سره په تهران کي کتلي دي. ایران وعده کړېده چي د بین الافغاني مجلس لپاره به اسانتیاوي برابروي.

دا څووم ځل دی چي طالبان د ایراني مامورینو سره ګوري.

ښاغلي ظریف خبریالانو ته وویل،«موږ د ټولو افغاني طرفونو سره وګورو.» ظریف دغه راز د یوه همه شموله افغان حکومت پر جوړولو باندي ټینګار وکړ. (پارس نیوز. اسوشیټډ پریس)

واحد فقیري