د ټرمپ مامور: پر افغانستان باندي باید اټومي بمونه اچول سوي وای
د ټرمپ د خارجه وزارت یو مامور چي د سپټمبر د یوولسمي د تروریستي حملو راوروسته يې پر افغانستان باندي د اټومي بمونو د اچولو وړاندیز کړی وو، اوس د بهرنیو چارو په وزارت کي د وسلو د کنټرول په برخه کي مسولیت لري.
فرانک ووکو یو سرټمبه محافظه کاره جمهوريپال دی، او د راستي ایدیولوژۍ د دسیسي تیوریو په خپرولو کي شهرت لري.
فرانک ووکو ادعا کوله چي د امریکا پخوانی جمهورریس باراک اوباما په امریکا کي ندی زېږېدلی؛ د سیا پخوانی مشر، جان برینان، مسلمان سویدی؛ او د هیلري کلنټن مرسیتاله، حما عابدین، د اخوان المسلمین سره اړیکي لري.
فرانک ووکو ویلي ول،«ما ترجیح ورکوله چي د سپټمبر د یوولسمي تر حملو راوروسته پر افغانستان باندي څو دانې اټومي بمونه اچول سوي وای. دې کار به هغوی ته دا څرګند پیغام وراستولی وای چي امریکا خلګ ګسه کولای هم سي.» (واشنګټن پوسټ. نومبر ۲۷، ۲۰۱۹)
واحد فقیري