خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

روسیه: غربي ملکونه دي په افغانستان کي جنګي جنایات نه پټوي

 

د روسیې د خارجه وزارت ویانده، اغلې ماریا زخاروف، وايي روسیه پر برتانیې او نیوزیلنډ باندي ږغ کوي چي په افغانستان دي د خپلو نظامیانو جنګي جنایات نه پټوي.

اغلې ماریا زخاروف وايي،«موږ په افغانستان کي د ملکي کسانو پر ضد جنایات سخت غندو.‌ موږ برتانیه او نیوزیلنډ دېته هڅوو چي د جنګي جنایاتو په باره کي خپل تحقیقات بشپړ کړي، مجرمین د عدالت منګلو ته وسپاري، او معلومات او ډېټا پټه نه کړي.»

اغلې ماریا زخاروف ټینګار کوي چي په افغانستان کي خارجي نظامي قوتونه باید په آینده کي د ملکي او بې دفاع افغانانو پر خلاف جنګي جنایات سټاپ کړي. هغې زیاته کړه،«موږ پدې باور یو چي د عدالت پرته د تروریزم پر خلاف په جنګ کي کامیابي ګرانه ده.»

اغلې ماریا زخاروف علاوه کوي چي د تروریزم د تقویې لپاره ښه او ښکاره محرک د ملکي خلګو وژل دي. هغه وايي په افغانستان کي د بین المللي ځواکونو د عملیاتو هدف ثبات راوستل او د تروریزم سره مجادله کوله دي، خو داسي ښکاري چي دا ځواکونه افغانان د دوهمي درجې بینادمان ګڼي، او د هغوی ژوند او ګټي د خپلو سیاسي منافع لپاره قربانوي.

واحد فقیري