خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بګرام ته د ټرمپ د تګ سیاسي پیغام

 

جمهورریس ټرمپ پداسي وخت کي بګرام ته سفر وکړ چي دننه په افغانستان، امریکا، او سیمه کي د سولي د خبرو د بیا شروع کولو لپاره آوازونه تر بل هر وخت جګ سويدي.

دا چي ټرمپ پر خپلي پخوانۍ فیصلې باندي پښېمانه سویدی، او د طالبانو سره یې مذاکرات بیا شروع کړيدي، دا یو مثبت او رغنده ګام دی. او باید ملاتړ يې وسي.

ټرمپ په بګرام کي وویل امریکا د طالبانو سره مصالحه غواړي، او طالبان يې هم غواړي. د ټرمپ دا خبره کاملا درسته ده. د امریکا ۶۰ ٪ خلګ له افغانستانه د خپلو عسکرو راایستل غواړي، او پدې برخه کي د ټرمپ ملګري دي. البته، د افغانانو د نظرونو دقیقه سروې نده سوې، خو مطلق اکثریت يې د روغي جوړي پلويان دي.

دغه راز، په سیمه کي هم د سولي لپاره پراخه اجماع موجوده ده. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، عربي ملکونه، او نور هیوادونه هم د یوه سوله ایز حل ملاتړ کوي، او ټول پدې باور دي چي د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري.

ټرمپ په بګرام کي وویل چي طالبانو پر اوربند باندي موافقه کړېده. که چیري د امریکایانو او طالبانو تر مینځ — حتی یو مشروط — اور بند هم وسي، دا به نه یوازي د مطلق اکثریت افغانانو حمایت له ځان سره ولري، بلکي د دایمي سولي د راوستلو لپاره به یو مهم ګام وي.

یوه خبره چي تر لمر روښانه ده، هغه دا چي ټولي خواوي له جنګه ستړي سويدي. دواړه اشغالګران او اشغال سوي هم لدې عبث جنګه ستومانه سويدي.

البته، د ټرمپ لپاره دا یو طلايي فرصت دی چي په افغانستان کي‌ د امریکا دوامداره او زیانمنه نظامي مداخله ختمه کړي، او پدې لاره کي جسورانه ګامونه واخلي. ټرمپ د دې کار د کولو اخلاقي جرات لري، او ټرمپ د اوباما غوندي ډارن او مذبذبه نه دی.

امید دی چي دا ځل ټرمپ پدې برخه کي په واشنګټن او کابل کي د جنګ طلبانو خبرو ته غوږ و نه نیسي، او د سوله پالو امریکایانو، افغانانو، او جهانیانو سره ملګری سي. پدې برخه کي، تاریخ د ټرمپ پر خوا دی.

واحد فقیري