خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د طالبانو د اسټرالیايي اسیر اعترافات

 

پرفسور ټیموتي ویکس ۱۲۰۰ ورځي د طالبانو سره اسیر وو. هغه وايي،«دې بند پر ما باندي ژور او له تصوره بهر اثر کړیدی.»

ښاغلی ویکس وايي زیاتره وخت کوټه کولپه وو، او ډېر «سخت ژوند» یې لاره. ویکس وايي څو کرته مرګ ته نژدې سوی وو، او دا ګومان يې کاوه چي بیا به هیڅکله خپل دوستان و نه ګوري. «خو د خدای د ارادې سره سم، اوس آزاد یم. امن او ژوندی یم.»

پروفسور ویکس وايي طالب ساتونکي يې «مهربانه» خلګ ول. هغه وايي،«زه د هغوی څخه کرکه نه لرم. ځینو ته سخت احترام لرم، او سخت راباندي ګران دي. ځیني یې خورا مهربانه، ګلالیان، او ښه خلګ ول. دا چي دوی ولي دا لاره اخیسته ده؟ زه يې په باره کي چورت وهم.»

ویکس زیاته کړه،«زه پوهېږم چي ډېر خلګ به دا و نه مني، زما لپاره هغوی عسکر ول. او عسکر د خپلو قومندانانو امر اجرا کوي. هغوی بله چاره نه لرله.»

واحد فقیري