خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

هندوستان ټایمز: په افغانستان کي د ټرمپ نوی قمار

هندوستان ټایمز لیکي جمهورریس ټرمپ له افغانستانه د وتلو لپاره خامخا یو داو وهي. هغه په افغانستان کي‌ وویل چي د طالبانو سره یې بیا خبري شروع کړيدي.

هندوستان ټایمز لیکي له افغانستانه د ټرمپ د وتلو فیصله باید هند حیران نه کړي، ځکه ټرمپ له ډېره وخته پدې لټه کي دی. په افغانستان کي امریکا د کاله ۴۵ میلیارډه ډالره لګوي، او ټرمپ غواړي چي دا پیسې بچت کړي. بلخوا، اکثره امریکایان هم له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل غواړي، او ټرمپ د انتخاباتو په روان موسم کي دا خبره ښه درک کړېده.

له ډېر وخت راهیسي نوی ډهلي له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل منلي دي. هند پوهېږي چي امریکایان له افغانستانه وتل غواړي. هند هڅه کوي چي د امریکايي عسکرو د وتلو سره سم د پاکستان نفوذ زیات نسي.

خو د ټرمپ اوسنۍ تلوسه ښايي موقتي وي. او یا ښايي له افغانستانه ډېر ژر ووځي، او د افغانستان حکومت د طالبانو ترحم یا سیلاوې ته خوشي کړي.

اصلي خبره دا ده چي ټرمپ د یوې کامیابۍ په لټه کي دی، او د ټرمپ سره هر څه ممکن دي. (ډیسمبر ۲، ۲۰۱۹)

واحد فقیري