خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مارک یسپیر: د عسکرو راایستل لزوما د طالبانو سره د سولي د معاملې سره تړاو نه لري

د امریکا د دفاع وزیر مارک یسپیر وايي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل «لزوما» د طالبانو سره د سولي د معاملې سره تړاو نه لري. د مارک یسپیر دا څرګندوني دا ښيي چي که د طالبانو سره سوله وسي او کنه، امریکا به خپل عسکر راکم کړي.

مارک یسپیر وايي،«موږ ډاډه یو چي په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر راکمولای سو، پرته لدې چي هغه ځای بیا د داسي ترورسټانو اډه سي چي پر امریکا باندي حمله وکړي.» هغه زیاته کړه،«زموږ ملګرو هم موافقه کړېده چي خپل عسکر راکم کړو.»

کله چي له مارک یسپیر څخه وپوښتل سول چي ایا د امریکايي عسکرو راکمول د طالبانو سره پر یوې موافقې باندي تړاو لري او کنه. هغه وویل،«نه. دا لازمه نده.» (رویټرز)

واحد فقیري