خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د واشنګټن پوسټ د افشاګریو په اړه د مخورو امریکایانو نظرونه

مشهور مترقي چپ امریکايي سناتور، برني سینډرز، لیکي: په ځواني کي، زه د ویتنام د جنګ مخالف وم. ځکه هله هم امریکایانو ته دوراغ ویل کېدل، او مرګ ته استول کېدل.

که څه هم د افغانستان د جنګ په اړه موږ ته پوره ۱۸ کاله درواغ ویل سويدي،‌او د افغان پر جنګ مو یو ټریلیون ډالره لګولي دي، خو اوس هم هلته جام پاته یو. موږ باید دا جنګ ختم کړو، او یوه داسي ټولنه جوړه کړو چي د دغه راز درواغو مخه ونیسي.

د امریکا مشهوره مترقي چپه لیکواله، اغلې کاترین هیووال، پخپل ټویټر کي لیکي: جنګونه مدام درواغ زېږوي. او د افغانستان اسنادو دا څرګنده کړه چي امریکايي چارواکي د افغانستان د جنګ په اړه رشتیا نه وايي.

د امریکا د خارجه وزارت پخوانۍ دپلوماته، اغلې لاریل میلر، لیکي: زه ډاډه یم چي زما نوم حتما پدې اسنادو کي سته. او زه يې د خپرېدو سره هیڅ مشکل نه لرم. محکمه باید د هغو خلګو څخه پوښتنه وکړي چي نومونه يې نه دي ذکر سوي.

د افغانستان د چارو ستر امریکايي ماهر، بارنیټ روبین، پخپل ټویټر کي لیکي: موږ د افغانستان د جنګ له آغازه د دې جنګ د ناکامۍ په اړه خبرداری ورکاوه.‌ خو په اصطلاح د وطنپالو پروپاګند زموږ آوازونه راخفه کړل. د افغانستان په اړه دا محرم اسناد ښيي چي امریکايي چارواکو د افغانستان په اړه امریکایان ګمراهۍ ته سوق ول.

پروفسور تامس جانس لیکي: د افغانستان اسناد ښيي چي امریکايي چارواکو موږ ته د افغان د بې پایانه او نه ګټونکي جنګ په اړه مدام درواغ ویل.

پروفسوره تارا مک کورماک لیکي: ما دا اسناد ولوستل او و مي ژړل. زه دا خبره پرته له ټوکو کوم. پدې جنګ کي په لسهاوو زره ملکي افغانان وژل سويدي. دا اسناد ښيي چي موږ ته د دې نه ګټونکي جنګ په اړه مدام درواغ ویل کېدل.

واحد فقیري