خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغان جنګ په اړه د واشنګټن پوسټ افشاګري

د افغانستان په اړه د امریکايي مطبوعاتو نننۍ مهمه مسله د واشنګټن پوسټ پر هغو څو رپوټونو باندي راڅرخي چي وايي پدې تیرو ۱۸ کلونو کي امریکايي چارواکو خپل ولس ته په افغانستان کي د پرمختګونو په اړه چورلټ درواغ ویل. هغوی اصلي هدف د امریکایانو دوکه کول وو. د جنګ اوږدول وو. او په اصطلاح په ناحقه يې پر ګوته کشمیر ورته جوړوي.

واشنګټن پوسټ وايي چي د دې ۲۰۰۰ صحفو اسنادو د تر لاسه کولو لپاره يې درې کاله حقوقي مبارزه وکړه، څو بالاخره يې حکومت دېته مجبوره کړ چي دا اسناد خپاره کړي.

اوس سوال دا دی چي دا کار ولي اوس اوسو؟ د واشنګټن پوسټ د دې مهمي افشاګریو تر شا کوم پټ راز پروت دی او کنه؟

پدې باره کي یو قوي حدس دا دی چي پدې افشاګریو کي به د ټرمپ لاس لا غښتلی سي، او له افغانستانه به يې د امریکايي عسکرو د راایستلو په اړه موقف نور هم قوي سي. ځکه اوس ټرمپ امریکایانو ته ویلای سي چي ګورئ دا خلګو تل تاسي ته درواغ ویل. د دفاع وزارت فقط کوښښ کاوه چي دا جنګ اوږد کړي.

دا اسناد په داسي وخت کي خپرېږي چي په قطر کي د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د نهايي موافقې د اعلام لپاره آماده ګي نیول کېږي. پدې اسناد کي په افغانستان کي د امریکا د دوامداره جنګ د شوقیانو نومونه بار بار یاد سوي دي— جنرال پټریس، سفیر کراکر، او نور.

پدې اسنادو کي، د اوباما د سپیني ماڼۍ یو مامور وايي: کله چي اسامه بن لادن د بحر په تل کي ښخ سو، هغه به ښايي د اوبو په تل کي د ځان سره پر دې خبري باندي خندل چي په افغانستان کي امریکا څونه زیاتي پیسې لګوي!

پد اسنادو کي د امریکا د دفاع پخوانی وزیر، ډانلډ رمز فیلډ، یو ځای وايي‌: زما سره داسي وسیله نسته چي «ښه او بد» افغانان په تفکیک کړم!

د واشنګټن پوسټ دا رپوټونه وايي چي په افغانستان کي امریکا د عامه افکارو درواغجني سروې ګاني خپرولې، څو د جنګ لپاره د امریکایانو ملاتړ تر لاسه کړي.

دا ټول دا ښيي چي د دې اسنادو په خپرولو کي یو بل ضمني هدف هم ښکېل دی.

واحد فقیري