له افغانستانه د راوتلو لپاره ټرمپ ته ښه موقع برابره سوېده
ښاغلی براډ پولمبو لیکي د افغانستان په باره کي واشنګټن پوسټ داسي اسناد خپاره کړل چي جمهورریس ټرمپ باید استفاده ترې وکړي. لیکوال وايي ټرمپ باید د دې اسنادو په مټ د افغانستان د جنګ شوقیان افشا او وډاروي، ځکه هغوی اوس په افغانستان کي د پاته کېدو لپاره هیڅ معقول دلیل نه لري. ټرمپ باید د دې اسنادو په مرسته د افغان د جنګ ګرګیان رسوا کړي. لیکوال کاږي ټرمپ ته یو طلايي چانس په لاس ورغلی دی.
د امریکا د کانګرس مترقي چپ غړی، ښاغلی رو کانا، وايي کانګرس باید هغه امریکايي مامورین احضار کړي چي د افغانستان په اړه يې امریکایانو ته درواغ ویلي دي. ښاغلی کانا وايي د امریکا د دفاع پخوانی وزیر، رمزفیلډ، باید را احضار سي. هغه وايي«دا عالي رتبه امریکايي چارواکي پوهېدل چي د افغانستان جنګ نه ګټونکی دی، امریکایان يې ۲۰ کاله وغولول.»
واحد فقیري