جنرال جوزیف ووټال: په افغانستان کي د امریکا ابدي جنګ باید ختم سي
جنرال جوزیف ووټال د ۲۰۱۹ د مارچ تر میاشتي پوري د متحده ایالاتو د مرکزي قومندې قومندان وو. هغه په نیویارک ټایمز کي د ډسمبر پر ۱۱ لیکي زه په کلونو کلونو په افغانستان د امریکايي لوا قومندان وو.
جنرال ووټال وايي امریکا باید د طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي، او دا موجوده فرصت باید ضایع نه کړو.
لیکوال کاږي د ۲۰۰۱ راهیسي د افغانانو تلفات ۱۴۷۰۰۰ ته رسېږي.
جنرال ووټال لیکي همدااوس خلیلزاد په دوحه کي د طالبانو سره په خبرو لګیا دی، موږ باید د خلیلزاد دا هلي ځلي تقویه کړو.
جنرال ووټال کاږي جمهورریس ټرمپ مدام وايي چي دا ابدي جنګونه باید ختم کړو. د افغان جنګ باید یو دپلوماتیک حل پیدا کړو.
واحد فقیري