ډاکټر عبدالله: دا ځل به سازش او مصلحت و نه کړم
غربي دپلوماتان وايي چي انتخاباتي جنجال به د افغانستان ثبات ته د پنځو کالو پخوا په پرتله لا زیات خطر مواجه کړي. څو هفتې کېږي چي د مخالفو کاندیدانو پلویانو په څو ولایتونو کي د انتخاباتو دفترونه محاصره کړيدي.
امنیتي چارواکي اندېښمن دي چي یو غلط اقدام به همدا روان اعتراضونه په خونړي جنګونو بدل کړي.
خو اعتراض کونکي د ډاکټر عبدالله په باره کي اندېښمن دي، ځکه هغه دوه کرته مخکي هم سازش او محصلت کړیدی.
عبدالله مدام په خپل لوکس دفتر کي د غربي دپلومانانو سره ګوري، او غواړي چي روان اعتراضونه د فشار په توګه وکاروي.
روان انتخاباتي جنجال د ۳۰۰۰۰۰ (دریو لکو) رایو پر سر دی. د عبدالله ملګري وايي چي د انتخاباتو کمیسیون دا رايي پرته له شفافیته حساب کړيدي. د بایومیټریک وسایل دا ښيي چي تقریبا یو لک رايي د انتخاباتو د وخت تر چوکات بهر اچول سويدي، او په ځینو مواردو کي حتی څو میاشتي وروسته اچول سويدي.
خو د غني پلویان عبدالله د خنډونو د ایجادولو ماسټر ګڼي، او وايي نیت لري چي بیا په قدرت کي شریک سي. (نیویارک ټایمز)
واحد فقیري