د افغانستان اسنادو په اداري فساد او د بشر د حقوقو په نقض کي د امریکا نقش رابرسېره کړ
د بشر د حقوقو د څار اداره یا (هیومن رایټس واچ) لیکي هغو خلګو چي د افغانستان حالات له نژدو څارل، د هغوی لپاره واشنګټن پوسټ اسناد ډېر نوي شیان نه لري.
خو پدې اسنادو کي د بشر د حقوقو څخه د تخلف په اړه فقط یو څو سندونه سته. دا اسناد ښيي چي امریکا په افغانستان کي شکنجه ګران، بچه بازان، او ډاګوګان تشویشول، او یا يې سترګي پر پټولې.
پدې اسنادو کي، د امریکا د سفیر راین کراکر او مارشال فهیم یو ملاقات واقعا د تفکر وړ دی.
سفیر کراکر وايي،«مارشال فهیم د کابل په هوايي میدان کي د هوا نوردۍ د وزیر د قتل په باره کي معلومات راکول. هغه وویل چي بلوا کونکو وزیر قتل کړ. کله چي مارشال فهیم دا کیسه راته کوله، هغه مسکی مسکی کېدی. وروسته دا معلومه سوه چي خپله مارشال فهیم دا وزیر قتل کړی دی. لدې ملاقات راوروسته، زه دې نتیجې ته ورسېدم چي مارشال فهیم واقعا یو شریر او قاتل شخص دی.»
د بشر د حقوقو د څار اداره لیکي امریکايي چارواکي پوهېدل چي د جنګسالارانو څخه د هغوی پوخ حمایت په افغانستان کي د امریکا د ناکامۍ سبب ګرځېدلی دی.
امریکا په کلونو کلونو د مارشال فهیم حمایت کاوه، او هغه ته يې په میلونهاوو ډالره ورکړل. پدې اسنادو کي یو امریکايي استخباراتي مامور لیکي،«لدې جګړه مارانو څخه د امریکا حمایت دا ښيي چي خپله امریکا یوه شریره اکټره ده.»
د بشر د حقوقو د څار اداره لیکي حتی اوس هم امریکا په افغانستان کي د درنده او وحشي ملیشاوو حامي ده. امریکا داسي ملیشاووي روزي چي قتل، غارت، او بچه بازي کوي.
واحد فقیري