خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

این بي سي نیوز: ټرمپ غواړي چي له افغانستانه ۴۰۰۰ عسکر راوباسي

امریکايي چارواکي وايي چي د ټرمپ اداره به بله هفته له افغانستانه د څلورو زرو امریکايي عسکرو د راایستلو اعلان وکړي. او هلته به د اوس لپاره فقط ۸ زره او یا ۹ زره عسکر پرېږدي.

د ټرمپ دا اعلان پداسي وخت کېږي چي فقط څو ورځي مخکي خلیلزاد په قطر کي د طالبانو سره خبري بیا پیل کړې.

د ټرمپ د ادارې مامورین وايي چي د عسکرو راکمولو به تدریجي وي. د امریکا د دفاع وزیر، ښاغلي یسپیر، تېره هفته ویلي ول چي حتی که چیري د طالبانو سره د سولي موافقه امضا هم نه سي، امریکا به خپل عسکر راکم کړي.

یو امریکايي مامور وايي د عسکر راکمول به د قطر د خبرو سره مرسته وکړي. امریکا به خپل عسکر راکموي، او طالبان به د اوربند وعده کوي.

جمهورریس ټرمپ له اوله سره دا ژمنه کړې وه چي له افغانستانه به امریکايي عسکر راباسي. ټرمپ خپلو مشاورینو ته په ډاګه ویلي دي چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري له افغانستانه د عسکرو راایستل غواړي.

یو امریکايي عالي رتبه مامور وايي،«هر څه د ۲۰۲۰ د انتخاباتو لپاره کېږي.»

سپیني ماڼۍ له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

واحړ فقیري