خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان په اړه د سناتور سینډرز، جو بایډڼ، او نورو دیموکراتانو نظرونه

برايي شپه د امریکا د جمهورري ریاست لپاره د ډیموکرات کاندیدانو وروستۍ مناظره وه، او هلته د افغانستان مسله هم یاده سوه.

د امریکا مخکښ مترقي سناتور ښاغلي برني سینډرز په افغانستان کي انساني تلفات یاد کړل، او وې ویل چي که چیري کامیابه سي له افغانستانه او مینځني ختیځ څخه به ډېر ژر امریکايي عسکر راوباسي.

هغه وویل،«د دې وخت رارسېدلی دی چي دا جهان سره رانژدې کړو، او دا بې پایانه او بې انجامه جنګونه ختم کړو. او هغو اصلي عواملو ته توجه وکړو چي د دې جنګونو اصلي سببونه دي.»

جو بایډن وویل کله چي د جمهورریس اوباما مرسیتال وو، هغه افغانستان ته د زیاتو عسکرو د استولو سره مخالف وو. هغه وویل چي د «دولتونو او ملتونو د جوړولو» له مفکورې سره مخالف دی. بایډن وویل چي د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت له موقف سره سخت مخالف دی. او که چیري کامیابه سي، له افغانستانه به ټول محاربوي عسکر راوباسي.

ښاغلي بوتیجیګ وعده کړه چي ټول امریکايي عسکر به له افغانستانه راوباسي، خو زیاته یې کړه که چیري شرایط د دې تقاضا وکړي په افغانستان کي یوه محدوده ډله استخباراتي خلګ پرېږدي، دا کار به وکړي.

هغه زیاته کړه موږ به حتما له افغانستانه راووځو. خو باید مخکي له مخکي د یوې سیاسي موافقې غم وخورو.

واحد فقیري