خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نازک اکثريت څه ته وايي؟ د ټاکنو نتيجه د ګړنګ پر غاړه

اسمعیل یون

(دا ليکنه د بې اوسېلې فيسبوکيانو او نورو غوړه مالانو لپاره نه ده، يوازې د فکر او زغم خاوندان دې ولولي)
نازک اکثريت دېته وايي چې په ډېر کم بدلون سره خپل ثبات له لاسه ورکړي او له اکثريت څخه د لوړ يا مخکښ اقليت کچې ته راټيټ شي.
د ټاکنو کمېسيون د اعلان له مخې ډاکتر غني د ولسمشرۍ په دې ټاکنو کې له (18,24401) څخه (923868) رايې ګټلي چې د دوی د محاسبې له مخې د ټولو فلتر شويو رايو (50,64) سلنه جوړوي، په دې مانا چې يوازې (11,668) رايو ډاکتر غني د ګټنې پوړۍ ته رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې (درې سوه زره) رايې چې د ټولو رايو (16,44) سلنه جوړوي د مخالفو نوماندانو تر اعتراض لاندې دي او هم د (27) ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه کوي. اوس نو د هدف توپ د ټاکنيزو شکايتونو د انصاف په ډګر کې پروت دی. د ټاکنو کمېسيون د مسوليت بار له خپلو اوږو لرې کړ او هر څه يې د شکايتونو کمېسيون غاړې ته ور واچول. اوس که د شکايتونو کمېسيون همدا نتيجه کټ مټ او يا هم د اوو اتو زرو رايو په تغير سره تائيد کړي، نو غني به په لومړي پړاو کې د منتخب جمهور رييس په توګه د پنځو کلونو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي او که چېرې د ټولو رايو له جملې څخه د ډاکتر غني د (11,668) په ګډون له (20-15) زره رايې راکمې شي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي، ځکه چې په دې رايو کې به د مخالفو کانديدانو رايې هم يو څه ناڅه کمېږي، خو ډېرې به د ډاکتر غني وي، هر څومره چې د رايې کمولو کچه پورته کېږي، د غني د رايو سقف راټيټېږي او که چېرې تر اعتراض لاندې درې سوه زره راکمې شي، نو معادله بېخي د غني په زيان تمامېږي چې احتمال يې کم دی. که چېرې د شکايتونو کمېسيون د اعلان شويو رايو د کمولو لپاره هېڅ اقدام و نه کړي او يوازې د (27) ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې امر وکړي، نو په دې حالت کې هم ټاکنې په اتومات ډول دويم پړاو ته ځي، ان که يوازې د څلورو لويو ولايتونو رايې هم بيا وشمېري بيا به هم ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي. په دې حالت کې د رايو اوسنی سقف کېدی شي د توقع خلاف ډېر راټيټ شي، ځکه چې اوس هم داسې فکر کېږي چې په معيار برابرې رايې دومره نه دي چې د ټاکنو کمېسيون اعلان کړي، د درملوک کمپنۍ له تخنيکي کارکوونکو څخه داسې ګونګسی خپور شوی چې يوازې (12) سوه زره رايې ددې کمپنۍ له تخنيکي معيارونو سره سمون خوري.
د جمهور رييس غني د حاکميت په اوج کې خو توقع دا وه، لکه څنګه چې يې کمپاينرانو او فيسبوکيانو ادعا کوله په غوڅ اکثريت به ټاکنې ګټي، خو هغسې ونه شول. په داسې يو حالت کې چې د چا مخالفين هم په سلو مرضونو ککړ وي او زر نورې کمزورۍ هم ولري، نو له واکمن جمهور رييس څخه هيله کېږي چې لږ تر لږه د ټولو رايو له (80-60) سلنې رايې راخپلې کړي، خو دا چې داسې ونه شول، دلته ضرور ګڼې نيمګړتياوې وې چې ما د يو افغان په توګه ورته پر خپل وخت نغوتې کړي دي.
يو څوک چې د نږدې پنځه لکه وسلوال پوځ اعلی سر قومندان وي، نږدې دوه مليونه ملکي مامورين او د هغو په مليونونو اړوندان ولري او اټکل يو مليون اصلي او جعلي فيسبوکي اکاونټونه يې هم پر تبليغ مصروف وي او د نړۍ په کچه يې په ټاکنو کې هم تر ټولو زيات مالي لګښت کړی وي. له دولتي زور او ځواک څخه يې هم کار اخيستی وي، د تغير، تبديل، تطميع، ګومارنې، ګواښ او تهديد عنصر يې هم کارولی وي، نو بيا يې رايې دومره شي چې هره شېبه يې خطر تهديد کړي، دا حالت په حقيقت کې دې ډول نوماند ته د سختې خواشينۍ وړ دی.
که غني په لومړي پړاو کې په ډېر جګو رايو راغلی وای، نو د شکاياتو کمېسيون ته به ډېره سخته وه چې د هغه د رايو سقف په اسانۍ سره راکم کړي او که هغوی هم د هغه جګې رايې تائيد کړې وای، نو د يوه غښتلي حکومت د جوړولو چانس زياتېده او ددې ترڅنګ حکومت د ولس د رښتيني استازي په توګه د طالبانو پر وړاندې د سولې په خبرو کې قوي دريخ خپلولای شو. خو که غني په اوسنيو رايو بريالی هم وګڼل شي، جمهور رييس به وي، خو د مشروعيت کچه به يې د نړۍ د ټاکنو په تاريخ کې تر ټولو ټيټه کچه وي، اوس غني د هېواد د ټول نفوس په کچه (2,63) سلنه، د راجستر شويو رايو (9,42) او د کارول شويو رايو (50,64) سلنه ګټلې ده. دا نو د مشروعيت هغه ټيټ حالت دی چې تر اوسه لا د هېڅ هېواد ټاکنو نه دی تجربه کړی.
د ټاکنو اوسنی څرنګوالی يوازې د غني ګناه نه ده، په دې کې ټول کورني او بهرني عناصر لاس لري، نه غواړي چې افغانستان کې يو باثباته او مسول حکومت رامنځته شي، د غني مشکل دادی چې پر ځان او قدرت تر حده زيات مين دی، خو نيت او اراده یې د افغانستان لپاره صفا دي، ټولنيز چلند يې د زغم وړ نه دی، خپلو نيمګړتياوو او د هغو درملنې ته پام نه کوي، درباري غوړه مالانو دده د ضعف دا ټکی ښه درک کړی، هېڅکله ده ته داسې خبره نه کوي چې دده وچولی پرې تريو شي او دی هم د هېڅ سالم انتقاد د زغم وس نه لري، که څه هم هغه دده په ګټه وي. د ساري په توګه، ما تر ټاکنو وړاندې د ليکلي او ويډيويي پيغام له لارې ورته وويل چې په ټاکنو کې د ښځو عکس اخيستل بايد جبري نه شي او د ټاکنيزو کمېسيونو دا پرېکړه له اساسي او شرعي قوانينو سره ټکر لري، خو ده او ټيم يې پرې سر ونه ګراوه، نږدې لس سلنه رايه يې يوازې په همدغه يوه برخه کې راکمه شوه، اوس يې نو غني د ګړنګ پر غاړه ودرولی، يا به د شکايتونو کمېسيون او بهرنيانو نامشروع غوښتنې مني او يا به په يوه عادي اشاره ټاکنې دويم پړاو ته ځي، که همدا (50,64) سلنې رايې هم د نهايي رايو په توګه ومنل شي، نو دا به هم غني ته په ډېره لوړه بيه تمامې شي. دا به هم د يو نا معقول او نامشروع فشار او امتياز نتيجه وي، حکومت به بيا ائتلافي بڼه خپلوي، البته نوم به يې ائتلافي نه وي، خو محتوا به يې همدا ائتلافي وي، پنځه کاله به بيا د تېر په څېر پر ناندريو تېر شي، د سولې په خبرو کې به هم قوي موقف ونه لري، جنګ به نور هم پسې ګرم شي، اقتصاد به کمزوری او ناخوالې به لاپسې زياتې شي. اوس خو لا د شرم خبره داده چې درباري غوړه مالان پر دې رايو هم شکر کاږي او يو بل ته مبارکي ورکوي چې سخته توره يې کړې ده. غني ته خو اوس په کار دي، مخکې تر دې چې د حکومت مخالفينو سره حساب او کتاب وکړي، اول ټول هغه کمپاينران راوغواړي چې ده ته يې غلط راپور او تلقين ورکړی و او ورته يې ويلي وو چې ته په غوڅ اکثريت په اول رونډ کې ګټونکی يې. اوس زموږ وړانديز دادی چې که د کورنيو او بهرنيو فشارونو په وجه اوسنی (50,64) رايې په دې شرط د نهايي رايو په توګه منل کېږي چې بيا به يو ګډوله، ائتلافي او مزخرف حکومت جوړېږي، نو ښه لاره داده چې غني دې ډول نامشروع او مضرې معاملې ته د تېر په څېر غاړه کېنږدي. په دې برخه کې ضرور نه ده چې درباري غوړه مالان بيا غوړ، خو مضر دلايل وشمېري، تر يو نوي او بيا ټول مضر حکومته دا اوسنی ګډوله او نيم مضر حکومت هم ښه دی. ټاکنې دې دويم پړاو ته لاړې شي او همزمان دې ورسره د سولې بهير هم تعقيب شي، خو ګډوله او مشارکتي حکومت دې نه جوړېږي، نوي کال کې دې رڼې ټاکنې وشي او يو قوي منتخب حکومت دې بيا د ولس په استازۍ له وسلوالو طالبانو او نورو مخالفينو سره خبرې اترې پيل کړي. که غني په جګو رايو راغی، نو په جګو سترګو به د ولس د منتخب ولسمشر په توګه طالبانو سره خبرې وکړي او که بل چا په حقيقي رايو وګټله، نو هغه هم ورته حق لري، خو که داسې يو حالت رامنځته شو، غني ته په کار دي چې تر هر څه وړاندې د خپلو درباري غوړه مالانو، خيالي فيسبوکيانو، ټاميانو، خياطانو او مفسدو دولتي مامورينو، تاليڅټو مشاورينو او نورو ابن الوقت او ابن المقام زامنو غم وخوري، که نه نو لا به يې له ستونزو سره مخامخ کړي، اوس خو د ګړنګ پرغاړه دی، بيا به تر ګړنګه لاندې پروت وي او هېڅ درباري غوړه مال به يې د راجګولو جرئت هم نه کوي. غني که هر څومره نيمګړتياوې ولري، تر مقابل لوري افغانستان ته په ډېر زيان نه تمامېږي، نيت او اراده يې ښه دي، د عمل سمون يې په کار دی، خو د مقابل لوري د برياليتوب په حالت کې اوسنی بحران لاپسې ژورېږي او لا پسې غځېږي.