خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا دفاع وزیر پر دې باندي غور کوي چي د غربي افریقا څخه یا ګرده امریکايي عسکر راوباسي

د امریکا دفاع وزیر پر دې باندي غور کوي چي د غربي افریقا څخه یا ګرده امریکايي عسکر راوباسي، او یا يې شمېر بېخي راکم کړي. امریکايی عسکر په افریقا کي د بوکو حرام او نورو ډلو پر ضد عملیات کوي. امریکا په افریقا کي هر کال ۴۵ ملیارډه ډالره پر نظامي عملیاتو باندي لګوي. په افریقا کي د امریکايي عسکرو شمېر اووه زرو ته رسېږي.

د امریکا د دفاع وزارت غواړي چي د خپلو سترو نظامي حریفانو – روسیې او چین – د مقابلې لپاره ځان چمتو کاندي، او په جهان کي د وړو وړو جنګونو څخه ځان راټول کړي. همدااوس امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دوه لکه عسکر لري.

امریکا غواړي چي له افغانستان، عراق، او لاتیني امریکا څخه خپل عسکر راوباسي.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، په کابل کي ویلي ول چي ټولو امریکايي قومندانانو ته يې امر کړیدی چي د چین او روسیې د مقابلې لپاره په نورو ملکونو کي د امریکايي قواوو پر راکمولو باندي جدي غور وکړي.‌ (نیویارک ټایمز)

واحد فقیري