کابلوف وايي هیلمن دی چي د طالبانو او امریکایانو تر مینخ د سولي موافقه ژر امضا سي
کابلوف وايي هیلمن دی چي د طالبانو او امریکایانو تر مینخ د سولي موافقه ژر امضا سي. د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی وايي د لاسلیک په دقیق وخت خبر ندی، خو ښايي د نوي کال راوروسته وسي.
کابلوف د تاس خبري اژانس ته ویلي دي چي روسیه او څو نور هیوادونه به د دې موافقې د لاسلیک مراسمو ته ور دعوت سي. او مسکو به برخه په کښې واخلي.
د سولي د ولسي حرکت غړي وايي طالبانو يې په فراه کي ۲۵ تنه غړي له ځانه سره بېولي دي. هغوی له هراته د فراه په لور روان ول. طالبانو پدې برخه کي تر اوسه پوري څه ندي ویلي.
د ۱۹۷۹ د ډسمبر پر ۲۵ باندي شورویانو پر افغانستان باندي تجاوز وکړ. حفیظ الله امین يې وواژه، او پر ځای يې ببرک کارمل کښېناوه. شورویانو قریب لس کاله افغانستان اشغال کړی وو، خو بالاخره مجبوره سول چي افغانستان خوشي کړي. د شورویانو ماته امریکايي اشغالګرانو ته د عبرت درس دی.
واحد فقیري