د افغان د جنګ په اړه د عادي امریکايي عسکرو سره د ټرمپ ملاقات
جمهورریس ټرمپ د عادي امریکايي عسکرو سره د افغانستان د جنګ په اړه مجلسونه کړيدي. ټرمپ امر کړی وو چي پدې غونډو کي به هیڅ امریکايي افسر برخه نه اخلي.
لدې امریکايي عسکرو څخه یوې ډلي ټرمپ ته ویلي دي،«د افغان جنګ نه ګټل کېږي. ناټو یوه ټوکه ده. هیڅکوک نه پوهېږي چي څه کوي. د عسکرو روحیه بېخي کمزورې ده. دا جنګ بشپړ فساد او درغلي ده.»
بل امریکايي عسکر ټرمپ ته ویلي دي،«حکومتي مامورین درواغ درته وايي. هغوی بد او کرغېړن خلګ دي.»
واحد فقیري