د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق، بارنیټ روبین، د مېرمن لینا روزبه او نصیر په جواب کي لیکي!
د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق، بارنیټ روبین، د مېرمن لینا روزبه او نصیر په جواب کي لیکي: طالبان پر پاکستان باندي تکیه لري، خو پاکستان طالبان نه کنټرولوي. دغه راز، د افغان حکومت پر امریکا باندي وابسته دی، خو امریکا کامل کنټرول باندي نه لري.
افغانستان ته به هله سوله راسي چي ټول افغانان دا ومني چي پر بهرنیانو باندي تکیه لري، او په عوض کي داسي لاري چاري ولټوي چي یو بل ته احترام وکړي او پر یو بل باندي تکیه کړي.
ملګري ملتونه وايي چي له ۲۰۰۹ څخه راپدې خوا د افغان په جنګ کي (۱۰۰۰۰۰) یو لک ملکي کسانو ته تلفات اوښتي دي.
او د امریکا له جهنمي زندان ګوانتانامو څخه را خوشي سوی افغان، محترم حمدالله، وايي چي په ملګرو ملتونو او نورو جهاني محکمو کي به پر امریکا باندي عرض وکړي، ځکه امریکا په ناحقه بندي، شکنجه، او ابتدايي انساني حقوقو يې ترې سلب کړي دي.
په افغانستان کي، په امریکايي جهنمي محبسونو کي ګرده افغان قیدیان باید پر امریکا باندي په بین المللي محکمو کي عارض سي. پدې ۱۸ کالو کي امریکا په افغانستان کي ستر بشري جنایات کړيدي.
واحدفقیري