څو مهم خبرونه
۱ – د خورشید تیلویزیون نطاق، سید فرید سنايي، په ایرلنډ کي پناه غوښتې ده. ښاغلی سنايي وايي چي په افغانستان کي يې ژوند په خطر کي وو، او طالبانو د مرګ تهدید ورته کړیدی.
سنايي د خورشید تیلویزیون د شپږو بجو نطاق وو. سنايي وايي چي مېرمن او زوی یې لا اوس هم په افغانستان کي پټ ژوند کوي.
۲ – په امریکايي مطبوعاتو کي په ۲۰۱۹ کي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو جګو تلفاتو زیاته توجه ورجلبه کړېده. په ۲۰۱۹ کي، ۱۷ تنه امریکايي عسکر په جنګونو کي وژل سويدي، او پنځه تنه نور د طیارو په سقوط او نورو حادثو کي مړه سويدي.
۳ – د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق، ښاغلی بارنیټ روبین، لیکي«د ۲۰۲۰ لپاره زما وړاندیز دا دی: مهرباني وکړئ نور افغانان مه وژنئ. او د افغانستان جیوپالټیک چلنجونه له نورو لارو څخه سمبال کړئ.»
۴- د امریکا سفیر جان بس وايي راتلونکی جمهورریس باید نوري سیاسي ډلي هم په واک کي شریکي کړي.
واحد فقیري