عراقي اعتراض کونکو د امریکا سفارت مشروط خوشي کړ
د عراقي اعتراض کونکو مشران وايي چي د امریکا د سفارت مخکي يې د مظاهرو بندول دېته مشروط دي چي صدراعظم عادل عبدالمهدي باید له عراقه د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره یوه لایحه وړاندي کړي.
که څه هم امریکا د صدام حسین تر راپرځولو راوروسته، په بغداد کي یو داسي رژیم نصب کړ چي واشنګټن ته باید وفاداره اوسي، خو عراقي مشرانو د امریکا د بمباریو پر خلاف کلک موقف غوره کړیدی. او حتی ځینو عراقي امنیتي قواوو د امریکا پر سفارت باندي په حملو کي برخه اخیستې وه.
د امریکايي قواوو پر ضد د عراقیانو روان اعتراضونه دا سوال مطرح کوي چي ایا په عراق کي د امریکايي نظامیانو نور پاته کېدل ممکن دي او کنه.
د امریکا د بمباریو پر ضد په زرهاوو عراقیانو روانو مظاهرو کي ګډون کړی وو.
واحد فقیري