د امریکا په دریو مهمو ایالاتونو کي د افغان د جنګ پر ضد تبلیغاتي کمپېن پیل سو
د امریکا متقاعدو عسکرو، کوم چي د امریکا د ثروتمني کورنۍ (کوک) لخوا تمویلېږي، د افغان د جنګ پر ضد خپل کمپېن پیل کړ. پدې تبلیغاتي کمپین کي له امریکایانو څخه وغوښتل کېږي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو کلک حمایت وکړي. دا درې واړه ایالاتونه د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي محوري نقش لوبوي.
د تبلیغاتي کمپېن شعار دا دی: «واشنګټن ته ووایاست چي د امریکايي عسکرو د راستنولو وخت رارسېدلی دی.»
دا کمپین د امریکا د راست، محافظه کاره، او جمهوريپالو ډلو په تشویق ترسره کېږي، او د جمهورریس ټرمپ سره یوه تبلیغاتي او کمپیاني مرسته بلل کېږي.
پدې تبلیغاتي کمپېن کي د افغانستان د جنګ پنځه امریکايي متقاعد عسکر امریکایان دېته هڅوي چي د افغانستان جنګ ختم کړي، او عسکر راوباسي.
هغوی وايي،«موږ باید خپل عسکر د موافقې په موجودیت او نه موجودیت کي راوباسو. موږ د خلیلزاد له هلو ځلو ملاتړ کوو.»
واحدفقیري