ملا برادر: په افغانستان کي به سوله هله راسي چي امریکايي قواوي ووځي
د امریکا مشهوري تیلویزیوني شبکې، پي بي ایس، د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره یوه مرکه کړې چي د جنوري پر ۲۱ به خپره سي.
پدې تازه مرکې کي ملا عبدالغني برادر وايي،«امریکا افغانستان ته په راتګ کي ستره اشتباه وکړه، او هم يې په افغانستان کي جنګ پیل کړ. د هغوی هدف فقط یو شخص وو — اسامه بن لادن — او هغه اوس نسته. نو لهذا، موږ مجبوره یو چي د خپل وطن دفاع وکړو، او پدې لاره کي خپل سرونه او بچیان قرباني کړو.»
ملا برادر امریکا سخته ملامتوي او وايي،«امریکا افغانستان ته افت او مصیبت راوړی. که چیري امریکا نظامي مداخله نه وای کړې، دا تراژدي به نه وای پېښه سوې، او نه هم دونه زیات خلګ وژل سوي وای.»
ملا برادر وايي د امریکا تر وتلو راوروسته به طالبان پدې وتوانېږي چي د باقي پاته ستونزو غم وخوري. د داعش افراطیان مات کړي، او د افغان رژیم سره یوې موافقې ته ورسېږي. هغه زیاتوي،«که چیري هلته د امریکا عسکر نه وي، موږ به حتما په خپل مینځ کي یوې موافقې ته سره ورسېږو، ځکه هغوی افغانان دي، او موږ هم افغانان یو.»
ملا برادر وايي په اسلام کي ښځي خپل حقوق لري،«او طالبانو پدې برخه کي خپل موقف نه بدل کړی. موږ د ښځو ټول هغه حقوق منو چي الله پاک ورکړي دي. البته، که چیري هغوی غواړي چي کار وکړي، موږ به هغوی ته د اسلامي قانون سره سم اجازه ورکړو.»
واحد فقیري