خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا او ایران کشمکش د افغانستان پر اوضاع بد اثر اچوي

محافظه کاره اخبار واشنګټن ټایمز لیکي د امریکا او ایران ترمینځ تشنج ایران دېته هڅوي چي امریکا ته په افغانستان کي مشکلات خلق کړي، او د طالبانو سره کومک زیات کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي امریکايي استخباراتو د مشهد او کویټې تر مینځ مکالمې او ارتباطات کشف کړيدي.‌

واشنګټن ټایمز لیکي که څه هم د سپټمبر د یوولسمي د حملو راوروسته په افغانستان کي د امریکا او ایران ګټو موازي حرکت کاوه، خو پدې وروستیو کلونو کي د هغوی تر مینځ اختلافات ډېر سويدي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی، رایچارډ وولسن، وايي که چیري افغانستان د امریکا او ایران تر مینځ د کشمکش مرکز سي، بیا به له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل ګران سي.

وولسن وايي ایران په افغانستان کي د تشدد د زیاتولو توان لري.

واحد فقیري