خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په زرهاوو اعراقیان د امریکا د اخراج غوښتنه کوي

په بغداد کي نن په زرهاوو اعراقي اعتراض کونکو د امریکايي عسکرو د اخراج په غرض مدني مظاهرې وکړې. عراقي اعتراض کونکو په خپل هیواد کي د امریکايي نظامیانو موجودیت وغندی، او د پارلمان له هغې مصویبې څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ چي د امریکايي عسکرو پر اخراجولو باندي ټینګار کوي.

دا اعتراضونه د مبارز روحاني، مقتدا الصدر، پلویانو تنظیم کړيدي.‌ په عراق کي د امریکا وروستیو اقداماتو د ډېرو وطنپالو عراقیانو قهر راپارولی دی. د نن ورځي په مظاهرې کي بغداد ته د نورو ښارونو څخه خلګ په بسونو کي راوستل سوي دي، او بغدادیانو د هغوی لپاره خوراکه مواد، اوبه، او بېرغونه چمتو کړي دي.

 

واحد فقیري