خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

طالبان: امریکا د تشدد د تعریف په برخه کي وخت ضایع کوي

طالبان وايي چي امریکايي مرکچیان د «تشدد د تعریف» په اړه د سولي او موافقې لپاره قیمتي وخت ضایع کوي. طالبانو او امریکایانو د جنوري پر ۱۶ مه بیا خبري سره شروع کړې.

طالبان وايي چي هغوی په ګرده افغانستان کي د تشدد راکمول منلي دي، او اوس امریکا د سولي په مورد کي جڼه جڼه کوي. او غواړي چي د افغانستان جنګ او قتل و قتال لا اوږد کاندي.

طالبان له امریکا څخه غواړي چي بې ځایه تقاضاوي خوشي کړي. د سولي لاره غوره کړي، او دا طلايي چانس له لاسه ور نه کړي.

جمهورریس ټرمپ په سویس کي د «تشدد د فوق العاده راکمولو» خبري کړي دي. افغان حکومت د تشدد د راکمولو خبره بابېزه ګڼي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي هغوی به د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره امنه فضا ایجاده کړي. (ډیلي ټایمز)

واحد فقیري