درې مهم خبرونه
۱ – د امریکا بهرنیو چارو مرستیاله، اغلې الیس ویلس، د افغانستان د سولي په ارتباط د پاکستان له اقداماتو څخه قدرداني کوي. اغلې ویلس وايي،«پاکستان په افغانستان کي د دایمي سولي د ټینګېدو لپاره مهم ګامونه اخیستلای سي.» هغه وايي په پاکستان کي يې د چارواکو او مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي، او پدې ملاقاتونو کي په سیمه او افغانستان کي د ثبات د راوستلو مسله مهم ځای لاره. اغلې ویلس زیاته کړه د پاکستان او امریکا روابط زیات ښه او دوستانه سويدي، د ټرمپ او عمران خان تر مینځ یارانه ټینګه سوېده. اغلې ویلس هند او پاکستان ته تللې ده.(ډان)
۲- د بین المللي عفوي سازمان پر امریکا (جمع د کابل رژیم) او طالبانو باندي ږغ کړیدی چي پر ملکي او بې دفاع افغانانو باندي خپلي ټولي حملې بندي کاندي. د بین المللي عفوي سازمان وايي امریکا او طالبان باید د جنګ په برخه کي جنګي قوانین مراعات کړي، او د ملکي کسانو له وژلو څخه ځان وساتي. دا سازمان وايي تېر کال (۲۰۱۹) د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر کال جګه وه.
۳- د امریکایانو د عامه افکارو یوه نوې سروې وايي چي قریب ۷۹ ٪ امریکایان باور لري چي د سولي روان مذاکرات به د افغان جنګ ختم نه کړي. پدې سروې کي زرو تنو امریکایانو برخه اخیستې وه، او اکثره سروې سوي کسان رایه ورکونکي دي. دا سروې د تیلفون او انلاین له طریقه تر سره سوې وه.
واحد فقیري