خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه

د جنوري پر شپږویشتمه، د منظور پښتین او د هغه د ملګرو بنديانول، یوازي پنجابي استبداد ته د شرم خبره نه بلکه ټولو هغو پنجابي پښتنو ته پېغور دی چي لا هم د پښتون تحفظ تحریک په مقابل کي د پنجاب د منحوس استبداد ملاتړ کوي.

ولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه
هېره چي یې نه کې پر ګرېوان حماسه ولیکه

تا خو د کونړ د یکه زار کیسې لیکلي دي
نن د اباسین د جاله وان حماسه ولیکه

ډېر مي د اورنګ او خوشحال خان په کیسو ستړی کړې
نن د پنجابي او منظور جان حماسه ولیکه

څه به زر کلونه د خیالي رستم کیسه کوې
زما د افسانو د قهرمان حماسه ولیکه

شرنګ د زولنو به دي غوږو ته رسېدلی وي
بیا د صمد خان او پاچاخان حماسه ولیکه

واری د قدرت له نشې مستو لېونیو دی
نن یې په ساحل کي د توپان حماسه ولیکه

لاره د خیبر، د پښتنو د تلو راتللو ده
اوس یې پر پېچومو د کاروان حماسه ولیکه

بیا یې د ایپي د مورچلونو ډېوې بلي کړې
نوې د ایمل او دریاخان حماسه ولیکه

زه به د پنجاب د ړنګېدلو زېری درکمه
ته په زولنو کي د زندان حماسه ولیکه

ما یې دنګه ونه په خوبونو کي لیدلې وه
نن مي په دېوان کي د جانان حماسه ولیکه

عبدالباري حهاني
د ۲۰۲۰ کال د جنوري اووه ویشتمه، ویرجینیا