مهرنیوز: د غزني د الوتکي په پېښه کي د سیا یو مهم مامور وژل سوی دئ
۱- د ایران مهر نیوز وايي چي د امریکا د جاسوسي طیارې په سقوط کي د سي ای ې (سیا) مشهور جاسوس، مایکل ډي اندریا، وژل سويدی. د سیا دا مشهور جاسوس په عراق، ایران، او افغانستان کي د امریکا استخباراتي او جاسوسي فعالیتونه مخته وړل.
۲ – طالبانو د هغو ۳۰۰ افغان کومندو عسکرو مخه نیولې ده چي غوښتل یې د امریکايي جاسوسي طیارې د سقوط ځای ته ځانونه ورسوي. د غزني د پولیسو امر وايي د طالبانو په تهاجمي حملې کي یو عسکر وژل سوی دی، او نورو بېرته په څټ ځانونه په منډه غزني ته سالم رسولي دي. امریکا وايي چي د جاسوسي الوتکي سقوط د دوښمن د فېر په سبب نه دی. او د پیلوټانو په اړه هم معلومات نسته. د محل طالبان وايي په طیاره کي د دوو خلګو جسدونه موجود دي.
واحد فقیري