د منظور پښتین توقیف ته یو پراخ نظر
په پاکستان، افغانستان، او نوره نړۍ کي د منظور پښتین د خلاصون لپاره ولسي اعتراضونه روان دي. په غربي مطبوعاتو کي هم د منظور پښتین د توقیف مسله څه توجه ورجلبه کړېده.
که څه هم د پاکستان عمومي میډیا د پښتون ژغورني غورځنګ زیاتره فعالیتونه بایکاټ کړيدي، خو د سوشل میډیا له برکته د هغوی دا تحریم مات سوی دی. په ګرده جهان کي، د ولسي جریانونو لپاره سوشل میډیا د نجات د فرشتې حیثیت غوره کړی دی.
سوال دادی چي عمران خان ولي اوس د منظور پښتین د توقیفولو فیصله وکړه؟
څرنګه چي پدې وروستیو کي د عمران خان او ټرمپ تر مینځ روابط بهتره سويدي، ښايي همدې مسلې عمران خان او د پاکستان فوج دېته هڅولی وي چي پر پښتون ژغورني غورځنګ باندي حمله کړي. په بل عبارت، د واشنګټن سره ښو روابطو عمران خان او د پاکستان پوځ شیرک کړي دي.
عمران خان پوهېږي چي امریکا به پدې برخه کي چوپه پاته سي، ځکه یو خو هسي هم د امریکا له پښتنو سره جوړه نده، او بل آلان واشنګټن د افغانستان د موافقې په برخه کي اسلام آباد ته اړ دی.
بلخوا، واشنګټن نه غواړي چي د امریکا د روانو جنګي جنایاتو پر ضد دي په افغانستان کي هم د پي ټي یم غوندي ولسي حرکتونه شروع سي. امریکا په ۲۰۱۹ کي پر مظلومو افغانانو باندي اووه نیم زره بمونه اورولي دي. دې څرګند جنګي جنایات د ډېرو بشر پالو امریکایانو وجدان ور په عذاب کړی دی.
بل پلو، امریکا کوښښ کوي چي افغانستان ته د پي ټي یم د عدم تشدد مبارزه سرایت و نه کړي. ځکه دا به له یوې خوا د امریکايي اشغال سره د عامو افغانانو مخالفت راڅرګند کړي، او له بلي خوا به د عراقیانو غوندي د امریکا پر ضد یوه بله تازه ولسي جبهه پرانزي.
او بالاخره، امریکا پدې خوشحاله ده چي مظلوم او بې دفاع پښتانه د سرحد پر دواړوو غاړو باندي مدام ځپل کېږي. د پښتنو پر خلاف پدې ستر جنایت کي ارګ د امریکا مل او ملګری دی.