خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په کندز کي د ملکیانو پر وژلو اعتراضونه سوي دي

د کندوز اوسېدونکو د امریکايي بمباریو پر ضد اعتراض وکړ. هغوی د هغو اوو ملکیانو جسدونه ور سره راخیستي ول چي امریکایانو قتل کړي ول. په مړو کسانو کي دوې ښځي او یو کوچینی هم شامل دي.

د امریکا په بمباریو کي لږ تر لږه اووه کسان وژل سويدي.

پدې څو کالو کي امریکا د افغان ملکیانو پر ضد خپلو قاتلانه حملو ته زور ور کړی دی، او د غني رژيم د خپلو خلګو په وژلو کي د امریکا سره پوره همکارۍ ته ټټر ‌‌‌‌‌‌ډبولی دی.

د امریکا بې امانه بمباري د ټرمپ د ستراتیژي مطلقه ناکامي ښيي.

د ملکي کسانو وژل جنګي جنایت دی، خو د بې دفاع افغانانو قتل عام جنایت نه ګڼل کېږي.

واحد فقیري