په غزني کي د سیا د جاسوس په اړه د ټایم نوي څرګندوني
د سیا د جاسوس په اړه د ټایم نوي څرګندوني
د امریکا مشهوره سیاسي مجله ټایم لیکي په غزني کي د امریکایي استخباراتي طیارې سقوط یو لړ جدي سوالونه راولاړ کړي دي.
ټایم لیکي روسي او ایراني مطبوعاتو د سي ای ې د مشهور جاسوس مایکل ډي اندریا د وژل کېدو خبر ور کوي، خو سي ای ې د تبصرې کولو څخه ډډه کوي.
ټایم لیکي چي د مایکل همکاران وايي چي هغوی د دې قضیې په جزییاتو خبر نه دي. خو مایکل مسلمان دی، او که چیري وژل سوي وي باید د خپل دین د ارشاداتو سره سم ژر تر ژره ښخ سي.
ټایم لیکي چي د امریکا د دفاع وزارت هم له تبصرې کولو څخه ډډه کوي، او نه هم دا وايي چي په طیاره کي نور کسان هم ول او کنه.
ټایم لیکي ځيني امریکايي مامورین وايي چي امریکا اوس دونه بې اعتباره سوې ده چي جهانیان یې اوس حتی رشتیا خبره هم نه مني.
واحد فقیري