د افغان حکومت د بې کفایتۍ او فساد په هکله د سیګار حیرانونکی څرګندوني
د افغان حکومت د بې کفایتۍ او فساد په هکله د سیګار حیرانونکی څرګندوني
د غني په دوران کي ۵۵ ٪ افغانان د فقر د کرښي لاندي ژوند کوي
سیګار وايي خارجي ډونران د افغان حکومت ۷۵ ٪ مصارف ورکوي، او افغان حکومت یوازي ۲۵ ٪ خپل مصارف برابروي. سیګار وايي چي د غني رژیم کاملا فاسد دی، او د کابل د حکومت اداري فساد خارجي مرستندویان تر پزي راوستي دي. سیګار وايي د غني حکومت د خارجیانو په سترګو کي خاوري پاشي، او په حکومت کي د رشوت او غلا سره د مبارزې هیڅ اراده نه لري. سیګار وايي د غني رژیم په جهان کي د ټاپ فسادو حکومتونو په جمله کي دی.
سیګار وايي په ۲۰۱۲ کي ۳۷ ٪ افغانان د فقر د کرښې لاندي ژوند کاوه، مانا د ورځي یې په یوه ډالر ګوزارن کاوه. خو د اشرف غني په دوران کي ۵۵ ٪ افغانان د ورځي په یوه ډالره ژوند کوي.
سیګار وايي چي طالبانو د ۲۰۱۹ په اخرو میاشتو کي د افغان امنیتي قواوو او امریکايي ځواکونو پر ضد څه د پاسه ۸۲۰۰ حملې کړيدي. دا حملې تر تېر کال ۳۷ ٪ زیاتي دي. د طالبانو دا حملې د روان جنګ په تاریخ کي بې ساري دي. سیګار وايي چي په همدې موده کي د افغان امنیتي قواوو تلفات زیات سويدي.
سیګار د امریکا کانګرس ته ویلي دي چي د امریکا د نظامي مداخلې څخه ۱۸ کاله راوروسته دا لا څرګنده نده چي د افغان امنیتي ځواکونه به د امریکايي عسکرو په نشتون کي د امنیت د ساتلو جوګه وي او کنه. سیګار وايي افغان حکومت د خپلو عسکرو د تلفاتو احصایې او ارقام پټوي.