د نوری زراعتي لابراتوار له خوا د پنجوایې ولسوالۍ ۶۰ باغوانانو ته د نباتي امراضو د مخنیوي په اړه معلومات ورکول سول
پر ۲۰۲۰\۱۴\۶ نېټه د نوري زراعتي لابراتوار کارکوونکو د پنجوایې ولسولۍ ۶۰ باغوانانو او بزګرانو ته د ډول ډول امراضو د خطراتو او مخنوي په اړه معلومات ورکړل او د مخنیوی لاری چاري یې ورته تشریح کړې.
دا ورکشاپ چي د پنجوایې ښاروالۍ په همکاري جوړ سوي و، پکي بزګرانو، باغ لرونکو او قومي مشرانو ته د مختلفو امراضو لکه ژړی، سپېر غوږی، خړه او داسی نورو امراضو په اړه معلومات ورکړل سول او د هغوی د مخنیوي لاري چاري ورته ور وښول سوې.
همدا شان دوی ته د لابراتورا په ذریعه د نباتاتو، مځکي، اوبو، هوا او مېوو د امراضو د سم تشخیص د ګټو په اړه معلومات ورکړل سول داسي صحي لارښووني ورته وسوې، چي په هغوی سره بېله کومي دوا د دوی باغونه او فصلونه د لوی نباتي افتونو او امراضو څخه ژغورل کېداې سي.
همدا رنګه باغ لرونکو او بزګرانو ته د ښه او با کیفیته دوا د اهمیت او پر وخت د استعمال په اړه هم معلومات ورکړل سول، داسي چي سمه دوا، پر وخت او سم استعمال یې د نباتاتو د سالم ساتلو ضمانت کوي خو بې کیفیته دواوي ، پر وخت نه او نا سم استعمال یې نه یوازي نباتاتو ته تاوان رسوي بلکي د انسانانو د مریضیو سبب هم ګرځي.
بزګرانو او باغوانو ته ډاډ ورکول سو، چي نوري زراعتي لابراتوار په لږ قیمت او ښه کیفیت ستاسو د باغونو تشخصیص او تداوي کوي. په اخیر کي په پنجوایي کلي کي د ۴ باغونو څخه لیدنه وسوه او د امراضو تشخیص یې وسو او باغوانانو ته صحي لارښووني وسوې او سمه دوا ورته توصیه سول.
ادرس: حضرت جي بابا د زاړه ګمرک پر ځاي دوهم تجارتي مارکيټ ۷او۸ نمبر دوکانونه نوري زراعتي لابراتوار
تلیفون نمبر: ۰۷۰۰۷۴۴۵۴۷
ایمیل: noorizaraatilabratory@gmail.com