ګلالۍ اسمعیل د پښتنو اواز
د ډیر وخت خبره ده د کور نه د کراچۍ په لور په ناګهانۍ کښی په لومړی ځل اوتم او لاړم پیښور ته چې د هغې ځائ نه د کراچۍ بس ونیوم دغه زما پیښور ته دوئم ځل وو و خو رسیدم خو د کراچۍ د بسونو اډه راته نه وه مالومه بس دومره مې اوریدلی وو چې د ګلبهار د اډې نه د کراچۍ د پاره بسونه ځي . زه هم خاص د ګلبهار اډې سره په خوا کښی ولاړ ووم خو ما نه پیژنده یوی رکشې ته می لاس اوهو چې ما د ګلبهار اډې ته اوسی رکشې والا ودریدو غټه غټه ګیره یی وه ماته یی وئیل چرته ځې ما وئیل د ګلبهار اډې ته دغه ګیرې والا وئیل راخیژه زه هم وروختم ګیر چاپیره یی په پیښور کښی وګرځولم او یو ځای کښی یی کوز کړم وئیل یی دا د ګلبهار اډه ده . ما ویل څو روپئ شوی ویل یی ۷۰ ما ورله ۷۰ ورکړی چې لږ د سړک بلې غاړی ته شوم کله چې می ګیر چاپیره وکتل نو هم هغې ځائ ته یی واپس راوړی ووم. سخت یی خفه کړم .خیر خوا کښی یو کس بل ولاړ وو هغه نه می پوښتنه وکړه چې د ګلبهار اډه کوم ځائ ده نو هغه راته ویل دا د ګلبهار اډه ده کنه . خیر اډې ته ورننوتم یو خوا ته لاړم چې د کراچۍ د بس پوښتنه وکړم نو یو کټ کښی دوه مشران ناست وو سپینې جامې یی وی او ګیری یی وې ما ترې پوښتنه د بس کوله او دواړه راپسې شو چې په دې وخت خو بس نشته راځه زمونږ سره به شپه وکړی بسترې هم شته او د خوراک څښاک غم به درله هم وکړو او سیکریټ به هم وڅښو . ما ورته ویل زه نه غواړم چې پیښور کښې شپه وکړم که کوم نو زما سره پیسې شته هوټل ته به لاړ شم او نه زه سیګرټې راکاږم . ډیر منتونه یی کول زه پوه شوم چې ددغه سپین روبو ګیرورو هم مقصد نور وو ما پښې سپکې کړی او اخر د کراچۍ بس می پیدا کړو کراچۍ ته چې ورسیدم نو په دریمه ورځ د ماهام په وخت د کاکا زوئ مې کارادر نومی علاقې ته بوتلم هغه رانه یو دوکان ته وننوتو دې کښی څه ګورم په موټر سائکل د ۵۰ کالو عمر کښی سړی راغې او راته یی خوا کښی ودروو وئیل یې څه کوی ما وئیل هیڅ نه . بیا وایی اوریدلی می دی چې د پښتنو سودا غټه وی ما وئل ورک شه خنزیره هغه چې زما عصه ولیده نو غرنګ یی د موټر سایکل نه وباسو او وتښتیدو . دا زما لومړی ځل وو چې ما باندی په پیښور او کراچۍ دواړو کښی نفسیاتی او جنسی بیمار پیښ شوی زما د خپلې اندازې مطابق د پیښور نه واخله د کراچۍ پورې ټوله معاشره په دغه مرض اموخته ده دلته ماشومان جنسی خراسا کیږی دلته د ریپ شرخ په ټوله دنیا کښی لوړه ده دلته د ماشوم د ښائست نه او د غریبۍ او یتیمۍ نه هم جنسی ځناور ګټې پورته کوی . دلته نه مندرسه بچ ده او نه جمات اونه یونیورسټئ د نن نه څو میاشتې وړاندې د پښتونخوا په یوه یونیورسټۍ کښی به د یونیورسټئ پروفیسرانو د خپلو شاګردانو سپلائ کوله بیا چې پولیس دغه معاملې ته ژور کوز شو نو د مولانا فضل رحمان د جماعت یو مولا صلاح الدین پکښی ونیولې شو حتی د هغه د جینکو سره ویډیو ګانې هم ریلیز شوی . دا ټولنه دومره په جنسی مرض ککړه ده چې نه ترې مولا بچ دې او نه تری سپین روبی خو بیا هم چې دغه خلګ کیښنی نو په ګلالئ او په پښتون ژغورنې غورځنګ باندې بې بنیاده الزامات لګوی ته به وایی چې دا معاشره نه لونډه بازه وه او نه دلته د ماشومانو سره ریپ نه دی شوی او یا د ماشوم د غربت نه غلطه فایده نه ده اخستلې شوی . اوس دغه خلګ لګیا دې په ګلالئ لاس صفا کوی حلانکې ګلالئ ټول عمر ددغه جنسی تشدد او د سیکس د شوقی معاشرې خلاف مبارزه کړی . دلته د ګلالئ خلاف کمپائن کښی صرف یواځې ګلالئ نه بلکې پی ټی ایم په نخښه کیږی ؛ ګلالئ یی بهانه ده ؛ خو اصل ڼارګټ یې پی ټی ایم دې ځکه پی ټی ایم ددغه خلکو په رجعت پسندئ او پدر شاهئ پښه ایخودی . او دوی هم دا محسوسه کړی چې د پی ټی ایم په موجودګۍ کښی زمونږ تګ ګران دې دوی کله کله د خپلې جعلی پښتونولۍ نه هم کار اخلی او د مذهب نه هم حلانکې د پی ټی ایم ځوانان او ځوانانې د دوی نه په پښتو هم ډیر پوه دي او په پښتونولۍ هم . دا خلګ به تر خپل اخری حده پورې په پی ټی ایم او د هغې په باشعوره ځلمو خویندو او وروڼو بهتان لګوی خو شکست به د دوی په تندي وی ځکه د باشعوره او نرانو خلګو د حق ویونکو خلکو خلاف د دنیا یو طاقت نه ګټه موندلې شی او نه یی چرته په تاریخ کښی موندلی . لیکوال امیر یوسفزی