د نوري زراعتي لابراتوار مسئولینو د ډنډ ولسولۍ مشرانو، ملکانو، باغوانانو او بزګرانو ته د ذراعت د لابراتواراړوند .عامه پوهاوي ورکړه ړ،
د نوري زراعتي لابراتوار مسئولینو د ډنډ ولسولۍ مشرانو، ملکانو، باغوانانو او بزګرانو ته د ذراعت د لابراتواراړوند .عامه پوهاوي ورکړ،
یادو مسۇلینو د خپلو خدماتو یادونه هم وکړه، چي د هر ډول نباتي مریضیو معاینه کول او څو ډوله ماشینری يی را واریده کړي ده او د ډول ډول امراضو د خطراتو او مخنوي په اړه معلومات ورکړل او د مخنیوی لاری چاري یې ورته تشریح کړې.
همدا شان دوی ته د لابراتورا په ذریعه د نباتاتو، مځکي، اوبو، هوا او مېوو د امراضو د سم تشخیص د ګټو په اړه معلومات ورکړل داسي صحي لارښووني ورته وسوې، چي په هغوی سره بېله کومي دوا د دوی باغونه او فصلونه د لوی نباتي افتونو او امراضو څخه ژغورل کېداې سي.
همدا رنګه باغ لرونکو او بزګرانو ته د ښه او با کیفیته دوا د اهمیت او پر وخت د استعمال په اړه هم معلومات ورکړل سول، داسي چي سمه دوا، پر وخت او سم استعمال یې د نباتاتو د سالم ساتلو ضمانت کوي خو بې کیفیته دواوي ، پر وخت نه او نا سم استعمال یې نه یوازي نباتاتو ته تاوان رسوي بلکي د انسانانو د مریضیو سبب هم ګرځي.
مشرانو، ملکانو او بزګرانو ته ډاډ ورکول سو، چي نوري زراعتي لابراتوار په لږ قیمت او ښه کیفیت ستاسو د باغونو تشخصیص او تداوي کوي. په اخیر کي د هغه ځاي اوسیدونکو خوښي وښوده چي ددوی د مشکلاتو د حل ډپاره داسی یو اقدام سوی دی . .
ادرس: حضرت جي بابا د زاړه ګمرک پر ځاي دوهم تجارتي مارکيټ ۷او۸ نمبر دوکانونه نوري زراعتي لابراتوار
تلیفون نمبر: ۰۷۰۰۷۴۴۵۴۷
ایمیل: noorizaraatilabratory@gmail.com