خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بشر حقونو کمېسیون: حکومت دې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه بشپړه څېړنه وکړي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د ملکي مرګ‌ژوبلې د راپورونو په اړه بشپړه څېړنه وکړي.

کمېسیون دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کړه چې په لغمان، ننګرهار او کندهار کې د ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ وائي: دوي په دې برخه کې اندېښنې لري. دوي له حکومته غواړي چې د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي. عاملان دې وپېژندل شي، قربانیانو ته دې عدالت تأمین شي. دا ډول پېښې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.”

د ملکي مرګژوبلې په تړاو اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې تېره شنبې ناوخته د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۱ تنو ملګي وګړو چې د یوې کورنۍ غړي ول په حوائي برید کې يې د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دې پېښې په اړه دوی هم خپلې څېړنې پیل کړې دي.